د فسق او کفر ناحقه ټاپي لګول!
رسول الله ﷺ فرمایي:
یو سړی چې بل فاسق یا کافر وبولي (د فسق او کفر ټاپه پرې ولګوي) که هغه کس رښتیا فسق یا کفر نه وي کړی دا خبره بیرته ده ته راجع کیږي. عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ لَا يَرْمِي رَجُلٌ رَجُلًا بِالْفُسُوقِ وَلَا يَرْمِيهِ بِالْكُفْرِ إِلَّا ارْتَدَّتْ عَلَيْهِ إِنْ لَمْ يَكُنْ صَاحِبُهُ كَذَلِكَ. (رواه البخاري)
که دا یو حدیث عملي کړو د تکفير له ناسم فکر او ډېرو خپلمنځي شخړو به نجات ترلاسه کړو.

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان