مخپاڼه / سیرت نبوی / دبني سليم غزا
سیرت

دبني سليم غزا

دبني سليم غزا

دبدر دغزا اووه ورځي وروسته يعني دهجرت په دوهم کال دکوچنى اختر دمياشتي په دوهمه نېټه نوموړې غزا رامنځته سوې ده ودې غزا ته دبني سليم غزا ويل کېږي ځکه دغه غزا دبني سليم قوم سره سوي ده ،چي دغطفان قوم يوه څانګه ده همدا ډول نوموړې غزا ته د کُدر غزا هم ويل سوې ده ځکه همدغه غزا په کدر نومي ځاى کي رامنځته سوې ده.

کُدر اصلاً ديوې چينې نوم دئ ،چي وشام ته پر تلونکې لويه لاره باندي پرته ده او دبني سليم قوم ګټه ځني اخسته .

نوموړې غزا ځکه رامنځته سوه ،چي دبدر دغزا په کېدلو سره دډېرو کافرانو او داسلام ددښمنانو زړونه ولوېده اوډېر  کسان دکيني ، بغض اوقهر په درياب کي حيران پاته وه په دغه لړ کي بني سليم قوم پلان جوړ کړ، ،چي يو لوى فوجي طاقت جوړ کړي او پر مدينه باندي يو لوى يرغل وکړي او دمسلمانانو ريښې ددوى په ګومان وباسي خو دڅښتن تعالي(ج) اراده داسي نه وه بلکي ددوى دغه شوم پلان به ددې لامل کېږي ،چي دوى دناورين پر ټغر کښېنوي او دتل لپاره دوى دنظامي وړتيا اومېړاني څخه بې برخي کړي.

کله ،چي ددوى ددغه پلان په اړه دمدينې زړورو مسلمانانو راپور ترلاسه کړ، نو رسول الله(ص) ددوى په جواب کي ددوو سوو سپرو مجاهدينو په مټ ددوى په خپله سيمه کي ناڅاپه حمله  وکړه ،چي په دې حمله سره په دوى کي بېره او وار خطايي را منځته سوه دتېښتي لاره يې خپله کړه په پايله کي پنځه سوه اوښان ځني پاته سوه ،چي اسلامي فوجونو تر خپل قابو لاندي را وستل رسول الله(ص) ددغه اوښانو څخه دالله(ج) دلارښووني سره سم پنځمه برخه بېله کړه.

پاته برخي يې دمجاهدينو ترمنځ ووېشلې ،چي هر تن ته دوه اوښان ورسېده همدا ډول په دغه غزا کي يو تن د يسار په نامه غلام ونيول سو ،چي بيا رسول الله(ص) ازاد کړى دغزا تر پاي ته رسيدو وروسته رسول الله(ص) په همغه ځاى کي درې ورځي پاته سو بيا بيرته دمجاهدينو سره مل ومدينې ته راستون سو.

ديادوني وړ ده ،چي په دغه غزا کي هم درسول الله(ص) دنه شتون له امله دمدينې انتظامي چاري وعبدالله بن ام مکتوم(رض) ته سپارل سوي وې کوم ،چي په زياتوغزاوو کي رسول الله(ص) ددغه وياړ څښتن کړى وو.([2])

[2]  : مختصر السيرة  ص :  ٢٣٦ ابن هشام – السيرة النبوية ٣ \ ٦٤.

راتلونکې برخه:

دبني قينقاع غزا

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ