د قرض نه ادا کوونکی به د غله په ډول د الله (ج) سره ملاقي کېږي
حَدَّثَنَا صُهَيْبُ الْخَيْرِ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أَيُّمَا رَجُلٍ يَدِينُ دَيْنًا وَهُوَ مُجْمِعٌ أَنْ لَا يُوَفِّيَهُ إِيَّاهُ لَقِيَ اللَّهَ سَارِقًا)۲(.
ترجمه: حضرت صهيب الخير د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل کوي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
کوم سړی چي په دې نيت پور وکړي چي بيرته يې نه ورکوي، د الله (ج) سره به په داسي حال کي ملاقي سي چي غلا کوونکی به وي.
(۲) م – ش: رواه ابن ماجه: ۱۷۸ مخ، الجزء ۷، ص ۲۴۷ رقم ۲۴۰۱.

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان