ګټوري ميوي(اوله برخه)
ژباړه: ډاکټر شفیق الله افغان
انسان ډېر علوم حاصلولی شي خو ورو ورو او د وخت په تېرېدو سره ، نو ځکه الله پاک مخکي تر مخکي زيات شيان د انسانانو لپاره خلق کړي او انسانان يي يو پر بل پسي پيږني ، بله خبر دا چي اوسنيو علومو دا په ښه توګه روښانه کړي چي زياتره ميوي د انسانانو د بدن له برخو سره ورته والی لري او د بڼي سره سم هماغي برخي ته ګټي هم رسوي ، چي ځيني بېلګي به يي دلته راواخلو :
ګازري : که يوه ګازره په منځ کي دوه ټوټي کړو نو و به وينو چي د سترګي بڼه لري ، د ګازري منځنۍ برخه ځغلېدلي ريښې،او ځلا ټول د انسان د سترګو په شان ښکاري ، اوسني طب هم دا ثابته کړي چي د ګازرو اوبه په وجود کي د وينو بهير په تېره بيا سترګو ته منظم او چټکوي .

سره بانجان يا روميان : که يو رومي ټوټه کړو نو وبه وينو چي څلور خوني يا برخي لرې، او ټول پاخه روميان سور رنګ لري ، د انسان زړه هم څلور خوني او سور رنګ لري ، د رومي خوړل پر زړه فشار يا بوج کموي، او د صاف او روغ زړه لپاره د غذا حيثيت لري .
انګور: انګور په يو اوښکالي يا خوشه کي سره راغونډ او ځوړند وي ، چي زړه هم ورته بڼه يا شکل لري، د انګور هره دانه د ويني د حجرو په شان ده ، د انګورو په هکله وروستۍ څيړني دا ښيي چي د زړه لپاره ډېر ګټور دي ، او د ويني صافولو له لاري زړه تازه ساتي .
چارمغز يا غوځاڼ : که يو کوچني چارمغز ته ځير شو نو وبه وينو چي د انسان د سر دماغزو بڼه لري .کله يي چي ښۍ او چپي ژۍ وګورو نو د انسان دماغ اصغر او دماغ اکبر بڼي تري څرګنديدای شي .
چارمغز يا غوځاڼ : که يو کوچني چارمغز ته ځير شو نو وبه وينو چي د انسان د سر دماغزو بڼه لري .کله يي چي ښۍ او چپي ژۍ وګورو نو د انسان دماغ اصغر او دماغ اکبر بڼي تري څرګنديدای شي . نور بیا…
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان