په ډول ، ډول روشونو سره دوزخيانو ته عذاب ورکول کېدل
ددوزخيانو پوستونه به واړول سي
الله (ج) فرمايي:
نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا (56) ([1])
ژباړه: کله چي ددوى پوستونه وسوځل سي په نورو پوستونو باندي به بدل سي چي غير دهغو څخه دي ، ددې لپاره چي دوى عذاب وڅکي .
دحسن بصري (رج) څخه روايت چي په دوزخ کي دوزخيان دورځي اويازره ځلي سوځي ، هرځلي چي وسوځل سي داسي ورته وويل سي : بېرته په هغه ډول سي يعني جوړ سئ لکه اول چي واست.([2])
مطلب داچي ددوى پوښتونه به وسوځل سي بېرته به جوړ سي بيا به وسوځل سي بېرته به جوړ سي داسي نه ده چي ددوى پوستونه دي وسوځل سي بيا دي مړه سي دعذاب څخه دي خلاص سي.
[1] : سورة نساء الاية ٥٦
[2] : الترغيب والترهيب.
راتلونکې برخه:
دعلم پوټونکي سزا، دشراب څيښونکى سزا
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان