په صریح کفر کي تاویل نه منل کیږي:
ددې لپاره چي د ”طبراني” په روایت کي، په دې حدیث کي د ”کفرا بواحا” پر ځای ”کفراً صُرَاحا” (”ص” مضموم او ”ر” مفتوح) راغلی دی (چي معنا یې ده صریح کفر)، لکه حافظ ابن حجر ؒ چي په ”فتح الباري” شرح البخاري جلد: ۱۳، صفحه: ۶ کي نقل کړی دی، ددې څخه ثابت سول چي په صریح کفر کي کوم تاویل نه منل کیږي.
کوم تاویل باطل او د منلو وړ نه دی؟
شاه ولي الله صاحب ؒ په ”ازاله الخفا” صفحه: ۷ کي د خلیفه په خلاف د بغاوت جواز او د دین د اړتیاوو د انکار کولو په سبب د هغه د کافر کېدو په اړه زیات وضاحت ورکوي، هغه فرمایي چي: په قطعي ډول د تاویل د باطل والي مدار پر هغه دی چي هغه تاویل د قرآنکریم په صریح آیت، یا مشهور حدیث یا اجماع، یا قیاس جلي (واضح قیاس) په خلاف وي” (یعني هر هغه تاویل چي د قرآن، مشهور حدیث، د اُمت د اجماع یا واضح قیاس مخالف وي، قطعاً نه منل کیږي).
د خبر واحد د مخالفت پر اساس هم تکفیر جایز دی:
حافظ ابن حجر ؒ په ”فتح الباري” کي د ”عندکم من الله فیه برهان” لاندي لیکي:
”ای نصٌّ آیةٌ او خبرٌ صحیحٌ لا یحتمل التاویل.”
(فتح الباري جلد: ۱۳، صفحه: ۶ کتاب الفتن)
ژباړه: یعني که صریح دلیل وي یا که (د الله د کلام) کوم آیت وي، يا داسي صحیح حديث په کوم کي چي د تاویل احتمال نه وي.
ددې څخه ثابته سول چي خبر واحد د صحیح پر اساس هم تکفیر جایز دی، که څه هم مشهور يا متواتر نه وي، او همداسي بايد وسي، ددې لپاره چي کله د فقهاوو شمېرل سوو سببونو پر اساس تکفیر کیږي نو آیا د داسي صحیح حدیث پر اساس چي د کوم تاویل ګنجایش پکښي نه وي، هغه ته کافر ونه ویل وسي؟
نور بیا…
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان