اووه دېرشم درس:
شراب څېښل لویه فتنه ده!
شپږدېرشم درس:
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: د شرابو څخه ځانونه وساتئ ځکه دا خبره یقیني ده، چي شراب د ټولو شرونه کيلي ده
دپورتني مبارک حدیث الفاظ او حواله:
عن ابن عباس قال: قال رسول الله: اجتنبوا الخمر فإنها مِفْتاح كلِّ شَرٍّ. (أخرجه الحاكم: 4/162، رقم: 7231)
تشریح:
څوك چي ځان ځني و نه ساتي د ټولو شرونه دروازه به باندي راخلاصه سي بیا به د الله جل جلاله په نافرمانۍ کي ولوېږي په دغه نافرمانۍ سره به د عذاب څخه برخمن سي.
بل ځای رسول اكرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: څوک چي شراب وڅيښي څلوېښت ورځي به نجس وي، کله چي یې توبه وایسته بېرته پاکېږي او که یې بیا وڅیښل بیا به څلوېښت ورځي نجس وي.
(أخرجه الطبرانى فى الكبير: 12/249، رقم: 13015، وأخرجه أيضًا فى مسند الشاميين: 1/434، رقم: 765)
بل ځای رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: هر نشه ورکوونکی شی حرام دئ (لکه: شراب، هیروئین…)، الله جل جلاله دا وعده کړې ده چي څوك نشه لرونکی شی وڅیښي (یعني شراب وڅيښي) په “طينة الخبال” به يې اوبه وي. يو چا پوښتنه وكړه: يا رسول الله! “طينة الخبال” څه شي دئ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: “طينة الخبال” د دوږخيانو د بدن خوله ده او یا د دوى څخه نښتېځل سوي اوبه دي.
(أخرجه أبو داود: 3/327، رقم: 3680 ، والبيهقى: 8/288، رقم: 17121)

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان