رسول الله(ص) داسيرانو په اړه مشوره وکړه
کله ،چي دوى مبارکان مدينې منورې ته ورسيده نو رسول الله(ص) داصحابانو مبارکانوD سره داسيرانو په اړه مشوره وکړه حضرت ابوبکر(رض) وويل : يا رسول الله(ص) ! زما نظر دادئ ،چي ددوى څخه فديه واخله کومي پيسې ،چي ددوى دفديې دلاري زموږ لاسته راسي هغه به دکافرانو په خلاف زموږ دتوانايۍ لامل سي او هيله ده ،چي الله(ج) دوى ته هدايت وکړي او دوى زموږ موټي جوړ سي . بيا رسول الله(ص) وعمربن خطاب(رض) ته وفرمايل : ،چي ستا رايه څه ده ، ده مبارک وفرمايل : زما نظر دادئ : ،چي دغه فلانى سړى ماته راتسليم کړه ،چي زه يې سر ورووهم او مړ يې کړم او دغه فلانى سړى ،چي دحمزة(رض) ورور دئ وحمزة(رض) ته يې تسليم کړه ،چي سر يې ور وهي او مړ يې کړي، دغه دکافرانو مخور کسان دي ترڅو الله(ج) ته معلومه سي ،چي زموږ په زړونو کي دکافرانو سره هيڅ محبت نسته. حضرت عمر(رض) فرمايي : رسول الله(ص) دابوبکر(رض) نظر خوښ کړ او زما نظر يې خوښ نه کړئ.([1])
مګر بيا الله(ج) دحضرت عمر(رض) درايي موافق اياتونه نازل کړل([2])
خو بيا هم دالله(ج) دلوري اجازه ورکړل سوه اودحضرت ابوبکر(رض) دنظر مطابق پرېکړه وسوه ([3])
داسيرانو دايله کولو لپاره فديه وغوښتل سوه
داسيرانو څخه فديه واخستل سوه ،چي په دغه لړ کي دعباس څخه ،چي لا تراوسه مسلمان سوى نه وو سل اوقيې زر فديه واخستل سوه ، دعقيل بن ابي طالب څخه ،چي دى هم تر دغه مهاله په اسلام نه وو وياړل سوى اتيا اوقيې زر فديه واخستل سوه دځينو نورو څخه څلوېښت اوقيې زر فديه واخستل سوه.([4])
رسول الله(ص) ديوشمېر اسيرانو سره احسان وکړ، دفديې پرته يې ازاد کړه ،چي دفديې هيڅ توانايي يې نه درلوده .([5])
هم داډول يو شمېر اسيران ،چي په ليک لوست پوهېده پر هغو باندي پرېکړه وسوه ،چي دوى به دانصارو لسو ، لسوماشومان ته ليک اولوست ور زده کوي کله ،چي دوى په ښه ډول ليک اولوست زده کړ، همدا به ددوى فديه وي .([6])
کله ،چي مسلمانانو دبدر په جګړه کي برياليتوب تر لاسه کړ، په پايله کي دمسلمانانو رعب اوهيبت پر کافرانو باندي پيدا سو زيات شمېر کافران په اسلام کي داخل سوه ،چي په لړ کي يې عبدالله بن ابي او دده ملګري هم راځي، دوى هم دځان ښودني په موخه په ښکاره په اسلام کي داخل سوه او په پټه کافران وه.
[1] : مسلم – الصحيح ٣ \ ١٣٨٥ حديث ١٧ ٦٣ . تاريخ عمربن خطاب ابن جوزي ص : ٣٦
[2] : ) مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (67) لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (68) فَكُلُوا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَالًا طَيِّبًا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (69) يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِمَنْ فِي أَيْدِيكُمْ مِنَ الْأَسْرَى إِنْ يَعْلَمِ اللَّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِمَّا أُخِذَ مِنْكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ- سورة الانفال الايات : ٦٧ ، ٦٨ ، ٦٩ ، ٧٠.
[3] : فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ – سورة محمد الاية : ٤
[4] : مسلم – الصحيح ٣ \ ١٣٨٥ حديث ١٧ ٦٣ . تاريخ عمربن خطاب ابن جوزي ص : ٣٦
[5] : ابن هشام – السيرة ١ \ ٣٥٧ ، ٣٥٨ ، ٣٥٩ ، احمد – الفتح الرباني ١٤ \ ١٠٠ .
[6] : احمد – المسند ٤ \ ٤٧ حديث ٢٢١٦ واسناده صحيح .
راتلونکې برخه:
پوښتني
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان