مخپاڼه / سیرت نبوی / دقبلې اوښتل
سیرت

دقبلې اوښتل

دقبلې اوښتل

څرنګه ،چي درسول الله(ص) په زمانه کي خلګ پردوو برخو وېشل سوي وه يوه برخه يې اهل کتاب وه ،چي بيت المقدس ته يې لمونځ کاوه يعني بيت المقدس يې قبله وه بله ډله مشريکان وه ،چي دعبادت په وخت کي يې کعبې شريفي ته مخ کاوه او خپله رسول الله(ص) ،چي په مکه کي اوسېدئ نو په بيت الحرام کي به و مقام ابراهيم(ع) ته مخامخ درېدئ لامل يې داوو ،چي مقام ابراهيمي ته درېدل دواړو قبلو ته برابر وو ځکه رسول الله(ص) نه دمشريکانو پيروي کولاى سواى او نه يې داهل کتابو پيروي کولاى سواى کله ،چي مدينې منورې ته راغلئ نو دالله(ج) په امر يې شپاړس يا اولس مياشتي وبيت المقدس ته لمونځ وکړ  ځکه په مدينة کي اهل کتاب پر مشرکينو برلاسي وه بيا ،چي مسلمانانو يو لړ برياوي ترلاسه کړې او دنفوسو دشمېر له مخي زيات سوه نو الله(ج) ورسول الله(ص) ته امر وکړ، ترڅو وکعبې شريفي ته لمونځ وکړي او داهل کتابو قبله پرېږدي او دمسلمانانو لپاره دخوښۍ يو زېرى وو که څه هم اهل کتابو ډول ، ډول نارې سورې جوړي کړې ورسره په څنګ کي کمزوري مسلمانان ورسره مله وه خو الله(ج) دټولو جواب وکړ.([1])

[1]  : سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (142) وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ (143) قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُمَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ (144)سورة بقرة الايات ( ١٤٢ الى ١٤٤ )

الطبري – التفسير٢ \ ٢٠ . البخاري – الصحيح ( فتح الباري ) ١ \ ٩٧ .

راتلونکې برخه:

پوښتني

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ