دپيغمبرۍ په لسم کال دخديجې رضی الله عنها وفات
بي بي خديجة رضی الله عنها هغه مبارکه بي بي ده ،چي په ښځو کي دلومړى اسلام راوړلو وياړ ورپه برخه دئ او دې مبارکي درسول الله(ص) سره پر هر ډول سختيو باندي شپې صبا کړي دي ، يوه ټينګه مسلمانه وه ددې مبارکي دفضيلت په اړه ډېر حديثونه راغلي دي په هرصورت دا مبارک هم دابوطالب تر وفات درې ورځي وروسته وفات سوه.([1])
کله ،چي دامبارکه وفات سوه په څرګند ډول پر رسول الله(ص) باندي غمونه زيات سوه آن تردې ،چي ځينو تاريخ پوهانو دغه کال په ] عام الحزن [ سره نومولى دئ يعني دغم کال خو درسول الله(ص) څخه کومه داسي خبره نه ده ثبوت سوې ،چي دغه کال ته يې دغم په کال ويلي وي .([2])
[1] : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٧ \ ٢٢٤ ) ، ابن اسحاق – السيرة ص \ ٢٣٤ ، ابن هشام – السيرة ٢ \ ٦٦ .
[2] : الالباني – دفاع عن حديث النبوي والسيرة ص \ ٨ .
راتلونکې برخه :
نبي کريم (ص) دطائف پر لوري
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان