مخپاڼه / سیرت نبوی / قريشو دعامو مسلمانانو وځورولو ته ملاوتړل

قريشو دعامو مسلمانانو وځورولو ته ملاوتړل

قريشو دعامو مسلمانانو وځورولو ته ملاوتړل

کله ،چي قريش دابوطالب څخه ناهيلي سوه يعني  په دې باور سوه ،چي ابوطالب نور زموږ خبري نه اوري او نه همکاري راسره کوي نو دعامو کمزورو مسلمانانو ځورولو ته يې ملا وتړل ډول ، ډول تکليفونه به يې ورکول ، مالونه يې ځني اخيستل ، وهل او ټکلول يې ورکول لنډه داچي څه به يې په توان كي وه په هغه پيمانه به يې تاوان ورساوه ، ،چي ځيني بيلګي يې مخکي تيري سوې . داچي دوى عام مسلمانان ځورول لامل يې داوو ،چي  په رسول الله(ص) ددوى وس نه رسېدئ دابوطالب څخه بېرېدل يوازي دعامو مسلمانانو ځورول ورپاته وه .

کله ،چي تکليفونه زيات سوه نو رسول الله(ص) مسلمانانو ته امر وکړ، ،چي حبشې ته هجرت وکړي ترڅو دکافرانو دوحشيانه منګولو څخه ځانونه وژغوري.([1])

[1]  : البلاذري –  انساب الاشراف ١ \ ١٥٨ ، ١٩٧ .

راتلونکي برخه:

و حبشې ته د مسلمانانو هجرت

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ