اسلامي لارښووني
ليکنه: عمر بن موسى الحافظ
ژباړه: مولوي شبير احمد
درنو لوستونکو!
ځيني هغه عبادات او کړني چي يو مسلمان يې بايد د کال په جريان کي د خپل وس سره سم ترسره کړي، درته ښيو تر څو د دنيا او آخرت د ګټو څخه بې برخي پاته نه سي.
١ – زده کړه يا علم:
ا – هره ورځ يو آيت د تفسير سره يادول.
ب – هره اوونۍ يو حديث شريف يادول.
ج – هره ورځ لږ تر لږه يو اسلامي کتاب پنځه صفحې لوستل.
٢ – نفلونه:
ا – هره مياشت درې ورځي روژې نيول (صيام ايام بيض).
ب – د شپې لمونځ (تهجد) کول.
ج – د قبرونو زيارت کول.
٣ – صله رحمي او ګاونډيان:
ا – د خپلوانو او قريبانو نوملړ ليکل او په اوونۍ کي اړيکه (د تليفون يا ملاقات له لاري) ورسره نيول.
ب – د يوه ګاونډي سره اوونيز مجلس کول.
ج : د ګاونډيانو په خوښيو او غمونو کي د خپل وس سره سم ګډون کول.
٤ – د ماشومانو تربيه:
ا – د ماشومانو سره اوونيزه ناسته او د يوه آيت کريمه يا حديث شريف او يا هم د صحيح ذکر د معنا په اړه فکر کول.
ب – ماشوم يا ماشومي ته يو مناسب مهارت د هغه جنس سره سم ښوول که څه هم په مياشت کي يو ځل وي.
ج – ماشومانو ته د احسان او صدقې کولو ښوونه کول او دوى دې کار ته هڅول که څه هم په مياشت کي يو ځل وي.

٥ – د الله جل جلاله و لوري ته دعوت:
ا – يوه رساله، کتاب او يا هم يو اسلامي ثبت (لکه: ترجمه، اصلاحي بيان او داسي نور…) و اړ کس ته ورکول.
ب – د اسلام څخه ناخبره و اسلام ته را دعوتول که څه هم په مياشت کي يو ځل وي، يا دا چي کور ته يې راولې او اسلام ورته تشريح کړې.
ج – د اصولو او قواعدو سره سم خلک په نيکو امر کول او له بديو څخه راګرځول (الامر بالمعروف والنهي عن المنکر).
٦ – صدقه کول:
ا – مياشتنى مبلغ ټاکل که څه هم لږ وي او پر فقيرانو او مسکينانو وېشل.
ب – د اسلامي سرچينو سره مرسته کول (لکه: مدرسې، اسلامي رسنۍ، علماء، اسلامي داعيان، طلباء او داسي نور) که څه هم لږ وي تر څو په هر خير کي برخه ولرې.
ج – تحفې او هديې ورکول که څه هم ښکاره نه وي.
٧ – د ناوړو خويونو څخه خلاصون:
ا – غيبت او چغلګري.
ب – د سندرو اورېدل.
ج – د ډارمو او فلمونو له پاره شپې رڼول.
د – د مېرمني پر پردې (حجاب) او جامو باندي ټينګار نه کول (چي د شريعت څخه خلاف وي).
هـ – نشه کول (لکه: سګرېټ، نسوار، چرس او داسي نور)
٨ – په خپل کار او دنده کي پرمختګ کول:
ا – د خپل مسلک اړوند هره ورځ څو صفې لوستل تر څو په خپل مسلک کي مهارت او تخصص ترلاسه کړې.
ب – په خپل کار کي د نوي څېړني او تخصص په اړه خبرتيا ورکول يا ورپېژندل که څه هم په اوونۍ کي يو ځل وي.
ج – په خپل کاري ډګر کي د ټولو ملګرو سره اخلاص کول او پر نېکۍ او تقوا باندي مرسته ورسره کول.
٢٧ – ١١ – ١٤٣٧ هـ ق
سه شنبه – ٠٤:٣٠ ماپښين
مأخذ: نداء القرآن مجله
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان