دبواط غزا
رسول الله(ج) دلوړ حکمت او پوهي په ملنه ،چي الله(ج) ورکړى وو بيايې هم په هر کار کي به دالله(ج) امر او لارښووني ته متوجه وو. داچي په دغه زمانه کي دقريش اقتصادي وړتيا زياته پر تجارت باندي ولاړه وه نو ځکه دوى تر ټولو لويه ننګونه دلاري امنيت وو ځکه دلاري امنيت يواځنۍ لاره وه ،چي دکافرانو دسرټيټۍ او ناکامۍ لامل ګرځېدئ همدا وجه وه ،چي رسول الله(ج) دالله(ج) په امر وپتيل څو دکافرانو دلويو لارو امنيت خراب کړي او بالاخره يې دستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.
په هر صورت دبواط غزا لپاره درسول الله(ص) په مشرۍ دوه سوه کسيز اسلامي فوج دقريشو ديوې قافلې دنيوني په موخه وواتي دغه قافله دامية بن خلف په مشرۍ را روانه وه او ددوه نيم زره اوښانو څخه جوړه وه ، سل تنه ساتونکي ورسره وه . کله ،چي اسلامي فوج وبواط نومي ځاى ته ورسېدئ قافله تللې وه بېرته په خير اوعافيت سره راستون سو البته بواط نومى ځاى دمدينې څخه ((٤٨)) ميله ليري دئ .([1])
[1] : ابن هشام – السيرة ١ \ ٥٩٨ .
راتلونکې برخه:
دسيف البحر سرية
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان