مهربانه خدایه !
کله چې فرعون وویل : انا ربکم الاعلي یعني زه ستاسو لوی څښتن یم ، په مقابل کې یې خدای جل جلاله څنګه غبرګون وښود ؟
موسي او هارون علیهم السلام ته یې وویل :
تاسو دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرکشې پیل کړي ده ، تاسو دواړه هغه ته نرمه خبره وکړئ کیدای شې پند واخلي او وویریږې ،
(إ ذهبا إلي فر عون إنه طغي , فقولا له قولا لينا لعله يتذكر او يخشي)
یو ه صالح عالم ددي ایت په اوریدلو سره وویل : لویه څښتنه ! ټولي ستایني تالره دي ، کله چې ته په فرعون دومره مهربانه یې هغه چې ویل یې : زه ستاسو لوی څښتن یم ، نوپه هغه چابه ستا مهرباني څومره وې چې وایې :
( سبحان ربي الاعلي ) یعني زما لوی څښتن پاک دی
او ته په هغه فرعون دومره مهربانه یې چې ویل به یې : (ماعلمت لکم من اله )غیري ، یعني ستاسو له پاره له ما پرته بل خدای زه نه پیژنم
او په هغه چا به ستا مهرباني څومره وې
چې وایې : لا اله الا الله ، اللهم انک انت عفو تحب العفو فاعف عنا ، یعني له خدایه پرته بل څوک دعبادت وړندی ، او یاخدایه ! ته بښونکی یې او له بښني سره مینه لرې موږ ته بښنه وکړه !
ليکنه: حامد افغان
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان