په څو کرښو کې لوی مفاهيم(۵)
لېکنه: حامد افغان

د سهار بیداري
د سهار او ماښام په دعاوو کې له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه دا جمله په صحي روایاتو کې راغلې ده: اللهم إني أعوذ بك من العجز والكسل .یعني یا الله له سستي، عُجز او کمزوري نه پناه غواړم.
د دې دعا په رڼا کې ویلی شو چې شریعت له هر مومن نه غواړي چې په سهار کې په بیداري او نشاط سره کار او خپل مسؤلیت پیل کړي، سهار مهال د نشاط، بیدارۍ او چستي وي بناءُ خپل کار او مسؤلیت ته باید هر څوک بیدار او ځیر وي، او له سستي او تنبلي باید ځان وژغوري.
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان