ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه
لیکنه: مسلم احسانمل
د ملحد لفظ د لغوي تعریف په اعتبار سره د کفر ټولو ډولونو ته شامل دی.
او د اصطلاحي معنا په اعتبار سره هغه کافر دی چي د حق دین داسي مخالف وي چي بالکل د هغه د حقانیت اقرار نه کوي نه یې ظاهراً حق قبلوي او نه هم باطناً.
او که په ژبه اقرار کوي خو په زړه کي ترې منکر وي نو هغه منافق دی او که په ظاهره د حق دین اقرار کوي خو د دین په ضروریاتو کي د کوم امر/کار داسي داسي تعبیر او تشریح کوي کوم چي د صحابه کرامو، تابعینو او همدارنګه د امت د اجماع خلاف وي نو هغه ملحد دی.
یعني په اصطلاح کي په عام ډول الحاد داسي انحراف ته ویل کیږي چي په ظاهر کي خو پر قرآن او د هغه پر آیاتونو د ایمان او تصدیق دعوه کوي خو د هغه معنا د خپله ځانه داسي راباسي کوم چي د قرآن او سنت د نصوصو او د امت د جمهورو خلاف وي چي په سبب یې د قرآن مفهوم او هدف بدلیږي، لکه د ابن عباس څخه چي نقل دی:
”وقال ابن عباس: ہو تبدیل الکلام ووضعہ فی غیر موضعہ“۔ (تفسیر القرطبی، سورہ حم سجدہ:۴۰)
لکه مخکي چي مو وویل چي د ملحد لفظ د لغوي تعریف په اعتبار سره د کفر ټولو ډولونو ته شامل دی خو زموږ په ټولنه کي چي د ملحد کومه عامه معنا مشهوره سوې د هغه څخه هدف آتیستAtheist دی، څوک چي ددې نړۍ د خالق څخه منکر دي. نور بیا…
راتلونکې برخه:
ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۳)
ــــــــــــــــــــــــــــــ
تیري سوي برخي:
ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۱)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تعلیم القرآن ویب پاڼې ته لیکنه ولېږئ – تعلیم القرآن راډيو په فېسبوک وڅارئ
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان