د قرض نه ادا کولو په نيت د قرض غوښتونکي تاوان(الحدیث)
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ إِتْلَافَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ)۱(.
ترجمه: د حضرت ابو هريرة (رض) څخه روايت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
چا که د يو چا څخه مال (د قرض په توګه) واخيستی په دې نيت چي له منځه يې يوسي (د نه ادا کولو په نيت) الله به دی برباد کړي (يعني د غلط نيت په وجه به مال د لاس څخه ووزي خو نفع به نه ورسوي او پور به هم پر پاته وي).
(۱) م – ش: باب: من أدان ديناً لم ينوالقضاءة، الجزء ۷، ص ۲۴۸، رقم ۲۴۰۲.

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان