دوویشتم درس:
دپیغمبر په دښمنۍ کي جنت نسته!
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما ټول امت به جنت ته ځي، پرته له هغه چا څخه چي منع وکړي، اصحابانو وپوښتل: اې دالله رسوله! منع والا څوک دئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي زما پیروي وکړي جنت ته به ځي او څوک چي زما نافرماني کوي هغه منع والا دئ(جنت ته نه سي تللای)
دپورتني حدیث مبارک الفاظ او حواله:
عِنْ أَبي هُرَيْرَةَ – رضي الله عنه – قَاْلَ: قَالَ رَسُولُ اللهِِ – صلى الله عليه وسلم -: «كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الجَنَّةَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى».
أخرجه البخارى (6/2655 ، رقم 6851) .
یادونه: مسلمانه وروره! خپل کړه وړه، کاروبار او دخلکو سره تعلق درسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه برابره کړه جنت یقیني دئ.

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان